ایکناخبری آ ژانس د امریکا د کانګرس د کتابتون د اطلاع رسونې دسایټ له قوله راپور راکړ، دغه کتابتون تر لسو ورځو پورې د pdf په بڼه د فارسي کتابونو ستره ټولګه په وړیا توګه خپلو مخاطبانو ته وړاندې کړې ده .
په دغې ټولګې کې په فارسي ژبې ددین او عقایدو ،کلام ،تاریخ ،شعر او ادب ، هنر ،طبي ، نجوم او داسې نورو ډیرو برخو په زمینې کې د لیکنو ستره آثاري ټولګه وړاندې شوې ده .
ددغه ویب پاڼې دتوضیحاتو په برخې کې ددغې ټولګې په باب راغلي دي ،دکانګرس کتابتون د فارسي ژبې د پام وړ نادرې خطي نسخې، د سنګي چاپ کتابونو، دلومړنیو آثارو او دغه راز هغه چاپی کتابونه چې په افریقا او مینځني ختیځ په برخې کې (AMED) او د ځانګړو ټولګو او دکم پیداکیدونکو کتابونو په برخې کې ساتل کیږي ، دعامو خلکو نندارې ته وړاندې شوي دي .
دفارسي ژبې دغه نادرې خطي نسخې ، سنګي چاپ کتابونه او نور ډير پخواني او مختلفو څانګو کې لیکل شوي مهم کتابونه، البته چې زیاتره پکې تاریخي او ادبي آثار دي ، او دغه راز په دغو آثارو کې د کلاسیک شعرونو او لا کم پیژندل شوو شعرونو دیوانونه هم موجوددي او دغه راز په عربی او ترکیه ئ ژبو لیکل شوي او په ډير ښکلي سټایلونو سره لیکل شوي کتابونه او لیکنې او هم ساتل کیږي .
له لسمې میلادي پیړۍ راهسې تر دې دمه فارسي ژبه له لویدیځي آسیا رانیولې د مینځنۍ او جنوبی آسیا پورې په ډيرو سیمو کې په کلتوري ژبې بدله شوې ده . فارسي ژبه نن سبا داسې مادري ژبه ده چې په ایران ،افغانستان او تاجیکستان او ځينو نورو هیوادونو کې هم دود ده او په فارسي ژبه لیکل شوي کتابونه ددغو سیمو خلک ډير زیات خوښوي او ورڅخه د فارسي ژبې او دود او دستور او کلتور د لازیات زده کولو هڅه کوي .